تل به راته کور په ورۀ کښي وه ولاړه
ورته ويل مي پښتانۀ دي خير دي غواړه
دا غوړيدو وختونه نن دي په ما
دي به ويل چي ماړه مه که مه مي شاړه
تل به راته اوتو بوتو باندي سر وه
اے ! راځه چي وتښتو دواړه په دواړه
له د ميني سمندر نه خبر نۀ وه
روانه ګوتو په سرو وه عشق په غاړه
نن ئي غلي شان سلګو کښي راته اؤيل
صبا به مونږه ځو چي تۀ هم کډه نغاړه
نيمي شپي په خوب کښي چغه مي په غؤږ شوه
زما ښائسته ځواني کړه چا وجاړه
زۀ همدرد ئي شپه او ورځ په انتظار کړم
خبر نۀ شوم چي په کومه لاره لاړه